انصار (د سنبلی 23مه) یان ایګلنډ تېره ورځ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې افغانستان سره بېړنۍ مرستې په اوږد مهال کې د دوی ستونزه نه شي هوارولی او په کار ده چې مرسته کوونکي بنسټونه په پراختیايي برخو کې هم پانګونه وکړي.
نوموړي ویلي، چې د ښځینه همکارانو په ګډون یې افغانانو ته مستقیمې مرستې رسولې؛ خو په خبره یې اوس مهال وضعیت تر بل هر وخت سخت شوی دی.
د ایګلنډ په خبره، مرستندویه ډلې په زیاته اندازه کمې شوې او په کار ده چې له دې ناوړه بشري وضعیت سره د مبارزې لپاره بهرني ډیپلوماتان کابل ته راوګرځي.
هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، اوس مهال شاوخوا دېرش میلیونه افغانان مرستو ته اړتیا لري.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/26989